کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کرنې او مالدارۍ وزارت نن دوشنبې د غوايي ۱۰ مه پر خپله رسمي پاڼه د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرایمو سره د مبارزې دفتر له مسوولینو سره د دغه وزارت د کرنې او مالدارۍ معین مولوي صدراعظم عثماني د لیدنې خبر ورکړی دی.
عثماني په دې ناسته کې د کوکنارو کښت له صفر کېدو و ویل او کرونده ګرو ته یې د کوکنارو د بدیل کښت او ترویج غوښتنه وکړه.
ښاغلي عثماني د بدیل کښت د برابرولو پر جدي اړتیا ټینګار وکړ زیاته یې کړه: په داسې حال کې چې د دولت مشرتابه د کوکنارو پر کښت بندیز لګولی، بزګرانو ته د کوکنارو بدیل معرفي شوی او موږ په دې برخه کې ډېر کارونه کړي، خو کروندګر لا ډېرو مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې مشرې انوجا سود د بدیل کښت د رامنځته کولو پر اهمیت خبرې وکړې ویې ویل: «زموږ د راپور له مخې په افغانستان کې ۹۵ سلنه کوکنار بند کړل شوي، چې صفر ته نږدې شوي دي، موږ په دې برخه کې کار کوو او نړۍ ته به یې منعکس کړو.»
هغه زیاته کړه: موږ د عامې روغتیا وزارت سره په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې هم کار کوو، خو اړتیا ده چې د کوکنارو د کښت د بدیل په توګه له کروندګرو سره مرسته وشي.
د ایرنا د راپور له مخې د لوېدیځو هېوادونو له ژمنو سره سره چې د افغانستان بزګرانو ته د کوکنارو بدیل کښت معرفي کوي، سرپرست دولت د دغو ژمنو له نه عملي کېدو شکایت کوي.
د پیغام پای/
Your Comment